د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي روژه کې له ګرانۍ سر ټکوي
د کرښې پر غاړه خپرونه مو دا ځل د روژې له پیلېدو سره په خیبر پښتونخوا کې د ګرانۍ زیاتېدو موضوع ته ځانګړې کړې ده. د صوبې اوسېدونکي وايي چې د روزګار موقعې کمې دي او په روژه کې د شیانو بیې لوړې شوې دي چې دوی په اخیستو کې له لوی مشکل سره مخامخ دي. دا په داسې حال کې ده چې صوبايي حکومت خواوشا ۹۰۰،۰۰۰ کسانو ته په روژه کې د ۱۰، ۱۰ زره روپیو ورکولو اعلان کړی دی. په خپرونه کې پر دې غږېدلي یو چې ایا له دې ډول لنډمهاله اقداماتو سره د بې وزلۍ او ګرانۍ ستونزه هوارېدای شي؟ بشپړه خپرونه واورئ.
برخې
-
فبروري 25, 2025د تورخم لاره د تیرې اونۍ راهیسې تړلی پرته ده
-
فبروري 11, 2025پښتونخوا کې د امن جرګو سربیره ولې امنیت خراب دی؟
-
جنوري 21, 2025څېړونکي وايي د باچاخان فکر د پښتنو د وطن بحران هوارولی شي
-
جنوري 07, 2025د سولي پر تړون سربېره کورمه ولې له ناکرارۍ سره مخامخ ده
-
دسمبر 17, 2024پر ارمي پبلک سکول د برید عدالتي راپور ولې نه په ډاګه کېږي؟