د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف علي زرداري د ۵ کلونو لپاره د پاکستان ولسمشر منتخب شو


اصف زرداري له ۲۰۰۸ز تر ۲۰۱۳ز کاله پورې د پاکستان ولسمشر وو: انځور له ارشیفه
اصف زرداري له ۲۰۰۸ز تر ۲۰۱۳ز کاله پورې د پاکستان ولسمشر وو: انځور له ارشیفه

د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري د مارچ پر نهمه د پاکستان د ولسمشرۍ انتخابات وګټل او هغه د هیواد لومړی ملکي شخصیت شو چې د پاکستان په تاریخ کې په دوهم ځل ولسمشر منتخب کېږي.

د اصف علي زرداري مقابله له ملتپاله پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزي سره وه چې ویې ګټله او په دې توګه د پاکستان د تاریخ ۱۴م ولسمشر منتخب شو.

د مارچ پر نهمه د رایو اچولو بهیر د سهار په لسو بجو پیل شوی وو چې د مازیګر تر څلورو بجو یې دوام وکړو ورپسې سم د رایو ګڼلو بهیر پیل شو.

پاکستان مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند او نورو اتحادیانو پخوانی ولسمشر او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري نوماند کړی وو خو بل لوري ته د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل (شورا) د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی خپل نوماند ټاکلی وو.

اصف علي زرداري به د مارچ په ۱۰مه د خپلې څوکۍ سوګند پورته کوي.

په پارلېمان او صوبايي اسمبلیانو کې د ولسمشرۍ انتخاباتو پایلې

د پاکستان انتخاباتي کمېش د نتيجو له مخې، اصف علي زرداري د پارلېمان (سېنېټ او قامي اسمبلۍ) ۲۵۵ او د هغه په مقابله کې محمود خان اڅکزي ۱۱۹ رایې ګټلې دي.

پنجاب

په پنجاب کې زرداري ۲۴۶ او اڅکزي ۱۰۰ رایې وګټلې.

خیبر پښتونخوا

په خیبر پښتونخوا کې زرداري ۱۷ او محمود خان اڅکزي ۹۱ رایې واخیستې.

سيند

په سيند صوبه کې زرداري ۱۵۱ او محمود خان اڅکزي ۹ رایې خپلې کړلې.

بلوچستان

په بلوچستان کې زرداري ۴۷ رایې ګتلې دي. دغلته ټولې ۴۷ رایې اچول شوې وې او د اسمبلۍ ۱۵ غړي غیرخاضر وو.

د پاکستان د ایین له مخې ولسمشر د ریاست او وزیراعظم د حکومت مشر وي. په دې ډول زیات واک له وزیراعظم سره وي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو طريقه کار

د ولسمشرۍ د انتخاباتې قانون له مخې د څلورو صوبايي اسمبليانو لپاره ۶۵، ۶۵ ووټونه مختص کړل شوي دي خو د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړي به ټول شمېرل کېږي. دې ته اليکټورل کالج ويل کېږي چې د ټولو غړو شمېر يې ۶۹۶ جوړيږي.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پنجاب، سيند او خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ هم ۶۵، ۶۵ رایې حسابېږي ځکه چې د بلوچستان د صوبې سیټونه هم دومره دي.

اصف علي زرداري له ۶۹۶ الیکټورل کالج ووټونو څخه ۴۱۱ رایې خپلې کړې دي.

د پاکستان سېنېټ، قامي اسمبلۍ او د څلورو صوبايي اسمبليانو يعنې خيبر پښتونخوا، پنجاب، سیند او بلوچستان د غړو شمېر تر ۱،۰۰۰ اوړي. په دوی کې د سېنېټ د غړو شمېر ۱۰۰، د قامي اسمبلۍ د غړو شمېر ۳۳۶ او د څلورو صوبايي اسمبليانو د غړو شمېر ۷۴۹ دی.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د څلورو واړو صوبايي اسمبليانو، قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړي خپلې رايي کاروي. د ولسمشرۍ د انتخاباتې قانون له مخې د څلورو صوبايي اسمبليانو لپاره ۶۵، ۶۵ ووټونه مختص کړل شوي دي خو د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړي به ټول شمېرل کېږي. دې ته اليکټورل کالج ويل کېږي چې د ټولو غړو شمېر يې ۶۹۶ جوړيږي.

د پاکستان نوی ولسمشر اصف علي زرداري څوک دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:18 0:00

اصف علي زرداري څوک دی؟

اصف علي زرداري د پاکستان د سيند صوبې سره تعلق لري. هغه د ۱۹۵۵ز کال د جولای په ۲۶مه د سېند صوبې د یو لوی جاګیردار او قبایلي مشر حاکم علي زرداري کره نړۍ ته سترګې غړولې دي.

اصف علي زرداري په ۱۹۸۷ز کال کې د پاکستان پيپلز ګوند له مشرې بې نظیر بوټو سره خپل ژوند شریک کړ او زیات شهرت یې له دې پلوه هم وګټلو.

بې نظير بوټو په ۱۹۸۸ز کال کې د هغه وخت د پوځي واکمن جنرال ضياءالحق د الوتکې په غورځيدو کې وژل کيدو نه پس په پاکستان کې له ټاکنو وروسته د ملک لومړنۍ ښځينه صدراعظمه شوه.

نوموړی په ۱۹۹۳ز کال کې چې بې نظیر بوټو دوباره لومړۍ وزیره شوه، د فدرالي پانګونې وزیر او د پاکستان د چاپیریال ساتنې شورا رییس ټاکل شوی وو.

نوموړي ډېری کلونه په بیلابېلو قضیو کې په جېل کې هم تېر کړي دي خو ترڅنګ یې د ملک په مهمو څوکیو هم په کار پاتې شوی دی. نوموړی په ۲۰۰۸ز کال کې د پاکستان ولسمشر ټاکل شوی وو چې خپله پينځه کلنه موده یې پوره کړې وه.

اصف علي زرداري د پاکستان له هغو سیاست والو څخه ګڼل کېږي چې د نورو ګوندونو سره په ګډه د کار کولو لپاره د حالاتو د برابرولو ماهر ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG