د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د دفاع وزیر د قطر له امیر سره لیدلي دي


د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد کابل کې یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد کابل کې یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره لیدلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ پر اوومه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په لیدنه کې د اړیکو په پیاوړتیا او په مختلفو برخو کې د پرمختګ په اړه خبرې شوې دي.

د قطر حکومت یا دولتي اژانس لا د هغه ملاقات په اړه څه نه دي ویلي.

مولوي یعقوب په ۲۰۲۲ز کال کې هم قطر ته تللی وو او هلته یې له شیخ آل ثاني سره لیدلي ول. رپورټونه وايي چې نوموړي په هغه ملاقات کې د قطر له امیره د طالبانو د پوځ د تنخاګانو، یونیفورمونو (وردیو) او د سرحدي چارو لپاره د امکاناتو برابرولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر او لوی درستیز له څو ورځو راهیسې په دوحه کې دي او هلته یې له چارواکو سره د لیدو ترڅنګ د دفاعي صنایعو په نړیوال نندارتون کې هم ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG