د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د بیا فعالېدو هرکلی کړی دی


د کاسا زر پروژې له لارې به له تاجکستان او قرغزستانه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ مېګاواټه بجلي ورکول کېږي.
د کاسا زر پروژې له لارې به له تاجکستان او قرغزستانه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ مېګاواټه بجلي ورکول کېږي.

پاکستان د نړیوال بانک لخوا په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د فعالیتونو د بیا پیل هرکلی کړی دی.

نړیوال بانک په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د نورو نوښتونو تر څنګ به په یاد هیواد کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د برېښنا د لېږد او سوداګرۍ پروژه "کاسا ۱۰۰۰" به بیا پیل شي.

دا غوښتنه په دې پروژه کې شریکو درو ګاونډيو هیوادونو د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر میاشت کې کړې وه.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو د وزارت لخوا د مارچ په لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت خوښ دی چې د قرغزستان او د تاجکستان سره په شریکه د یوې ګډې اعلامیې په لاسلیکولو سره، د نړیوال بانک څخه مننه کوي چې په افغانستان کې د بیا ودانۍ د چارو منظوري یې ورکړې ده.

"کاسا ۱۰۰۰" د یو اعشاریه دوه بلیونه ډالرو سیمه ییزه پروژه ده چې د برېښنا د ۱۲۷۰ کیلومیټره اوږد لاین په وسیله به د تاجکستان او قرغزستان څخه تولید شوې برېښنا، د افغانستان له لارې پاکستان ته رسوي.

د یادولو وړه ده چې د کاسا زر پروژې له لارې به له تاجکستان او قرغزستانه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ مېګاواټه بجلي ورکول کېږي چې پکې۳۰۰ مېګاواټه د افغانستان او ۱۰۰۰ مېګاواټه د پاکستان لپاره ده.

دا پروژه د نړیوال بانک بورډ لخوا د ۲۰۱۴م کال په مارچ میاشت کې د نړیوالې پراختیايي ټولنې (اې ډي ای) په مالي مرسته منظوره شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG