د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی د ترکمنستان په سفر دی


امیر خان متقي او نور چارواکي په کابل هوایي میدان کې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
امیر خان متقي او نور چارواکي په کابل هوایي میدان کې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی ترکمنستان ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د فبرورۍ پر ۲۵مه پر اېکس لیکلي دي چې متقي ته د سفر بلنه د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف ورکړې وه.

د ضیا احمد په وینا، د متقي په مشرۍ پلاوی له ترکمنستاني چارواکو سره پر یوشمېر دوه اړخیزه موضوعاتو خبرې کوي.

احمد زیاته کړې چې په پلاوي کې د کانونو او پېټرولییم وزارت، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او برېښنا شرکت چارواکي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکمنستان به په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پينځمې غونډې کوربه وي.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه غونډه به کله وي خو د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوشیا یونګ د فبرورۍ پر ۲۳مه پر اېکس لیکلي دي چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو پینځمه غونډه سږ کال د ترکمنستان په کوربتوب کېږي او بیجنګ یې بشپړ ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG