د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې (اېف اې او) اعلان کړی چې په راروان پسرلي کې د افغانستان په خوست او نورستان ولايتونو کې زرګونه نيالګي لګوي.
اېف اې او د فبرورۍ پر ۱۹مه پر اېکس ليکلي چې د راروان پسرلي لپاره يې په خوست او نورستان ولایتونو کې ځايي ټولنو ته د توتانو ۲۳،۵۰۰ نيالګي ورکړل چې ويې لګوي.
د کرنې او خوړو اداره زياتوي چې دا نيالګي به تر ۲۰۰ هېکټره زياته ځمکه وپوښي، د طبیعي نظام له احیا سره به مرسته وکړي، خاوره او د سیندونو غاړې به ټینګې کړي او د میوې او عوایدو سرچینه به وګرځي.
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له پلوه د نړۍ له ۱۰ زیانګالو هېوادونو څخه دی خو د دې بدلونونو پر وړاندې د مقابلې لپاره ډېر لږ امکانات لري.