د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې مشر جوزف بورېل ویلي دي چې اروپا له کییف سره مرستو ته دوام ورکوي.
بورېل د فبرورۍ پر ۱۸مه له مشال راډیو سره په ځانګړی مرکه کې وویل، پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال د اروپايي ټولنې ۲۷ غړو مرستې کړي خو د هغه په خبره، په جګړه کې دا مرستې هېڅکله کافي نه وي.
بورېل ټینګار وکړ چې له کییف سره به په ځانګړې توګه د توپ د مرمیو په برخه کې مرستې دوام ولري.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې مشر زیاته کړه چې ټولنې تېر کال له اوکراین سره د ۲۸ اربه (مېلیارده) یورو مرستې کړي او سږ کال یې هم ورسره د ۲۰ اربه یورو په ارزښت د مرستو ژمنې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر وولودېمیر زېلېنسکي پر غربی هېوادونو غږ کړی دی چې د روسیی پر ضد د جګړې لپاره دې ورته نوره وسله او مهمات ورکړي.
زېلېنسکي د فبروری پر ۱۷مه د میونښ (مونشن) امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د ولس ژوند ژغورل ورته مهم دي او دا یی تر ټولو غوره مقصد دی.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولي دي.
له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.