د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حب کې د ووټونو بیا شمېرلو پر مهال نښته کې ۲ تنه وژل شوي، ۱۳ ژوبل دي


د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې تر ټولټاکنو وروسته یوه چارواکې رایې شماري.
د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې تر ټولټاکنو وروسته یوه چارواکې رایې شماري.

د بلوچستان په حب سیمه کې د فبرورۍ اتمې د انتخاباتو د رایو بیاشمېرنې پر مهال د دوو نوماندانو د پلویانو ترمینځ په نښته کې دوه کسان وژل شوي او ۱۳ ژوبل دي.

حب د سیند له مرکز کراچۍ سره پر پوله او له عرب سمندرګي پر څنډه پروت ښار دی.

پولیس وایي، نښته د فبرورۍ پر ۱۳مه شپې مهال د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ ۲۱مې حلقې د انتخاباتي چارواکي (ریټرنېنګ افسر) په دفتر کې شوې ده.

د پولیسو یو چارواکي منظور بلېدي د فبرورۍ پر۱۴ مه مشال راډيو ته وویل چې نښته د بلوچستان عوامي ګوند نوماند صالح بوتاني او د نیشنل ګوند د امېدوار رجب علي رند د پلویانو ترمینځ شوې ده.

د انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي پایلو سره سم، بوتاني له هغې حلقې څه باندې ۳۰،۰۰۰ ووټونه اخیستي او څوکۍ یې ګټلې وه، پایلې ښيي چې رجب علي رند ۱۷،۰۰۰ رایې ترلاسه کړې وې. همدا لامل وو چې رند د ټګي په تور پورې کولو د رایو بیاشمېرنې غوښتنه کړې وه.

بلېدي زیاته کړې چې مړي او ژوبل کسان د کراچۍ سېول روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر پېښې وروسته د پاکستان انتخاباتي کمېشن د بلوچستان اسمبلۍ د رایو بیاشمېرنې بهیر درولی دی او ویلي یې دي چې د انتخاباتي افسر په دفتر کې یې د رېکارډ بدلولو تور د پلټنو لپاره څلور کسیزه کمېټي جوړه کړې چې پکې لوړپوړي چارواکي شامل دي.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه انتخابات وشول چې غیر حتمي نتیجې یې خپرې شوې دي خو په ځینو حلقو کې د کاندیدانو تر شکایتونو وروسته بیاشمېرنه کېږي چې تر هغې وروسته به حتمي پایلې اعلانېږي.

XS
SM
MD
LG