د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وایي د ګوانتانامو ۲ پخواني طالب زندانیان کابل ته رسېدلي دي


د ګوانتانامو زندان د شپږم کیمپ دروازې یو پخوانی انځور.
د ګوانتانامو زندان د شپږم کیمپ دروازې یو پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د امریکا د ګوانتنامو د زندان دوه پخواني طالب بندیان یې په هڅو خوشې شوي او کابل ته رسېدلي دي.

د وزارت ویاند عبدالمتین قانع د فبرورۍ پر ۱۲مه پر اېکس پاڼه لیکلي دي چې ملا عبدالظاهر صابر او عبدالکریم اووه کاله مخکې د ګوانتنامو له زندانه عمان ته استول شوي ول او هلته تر څار لاندې ول. پر هغو کسانو نورو هېوادونو ته پر سفر محدویتونه هم ول.

صابر او کریم له ترهګرې شبکې القاعدې سره د تړاو په تور نيول شوي ول.

د قانع په وینا، ملا صابر د لوګر ولایت د حصارک ولسوالۍ دی چې په ۲۰۰۲ز کال کې امریکايي ځواکونو نیولی وو.

دا راز عبدالکريم د خوست د تڼیو د ولسوالۍ دی او هغه هم پر هم هغه کال پاکستانيو سرتېرو د بلوچستان له سېوۍ څخه نيولی او امريکایانو ته سپارلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG