د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بایډن ویلي د افغانستان بانک کنګل شتمنۍ نه ازادوي


په کابل کې د افغانستان بانک ودانۍ پخوانی انځور.
په کابل کې د افغانستان بانک ودانۍ پخوانی انځور.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، په هېواد کې به یې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ همداسې ګنګل پاتې وي.

امریکا پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان بانک څه د پاسه اووه مېلیارده (اربه) امریکايي ډالره شتمني کنګل شوې وه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې اړه د فبرورۍ پر اتمه خپل فرمان تمدید کړی دی.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ خپره شوې د بایډن له قوله لیکلي دي چې د افغانستان بشري ناورین او له کبله یې د پیدا شوي ګواښ له امله د ده د ۲۰۲۲ز کال فرمان په ۲۰۲۴ز کال کې هم د اجرا وړ دی.

د طالبانو حکومت لا په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی خو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي یو وار بیا ټینګار کړی وو چې امریکا دې د افغانستان کنګل شتمنۍ ازادې کړي.

XS
SM
MD
LG