د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراييل وايي، د تعمیراتي‌ کار بیا پیل لپاره ۶۵،۰۰۰ بهرني کارکوونکي ورولي

د حماس ډلې لخوا پر اسراييل تر حملې وروسته فلسطيني کارکوونکي کورونو ته استول شوي ول.
د حماس ډلې لخوا پر اسراييل تر حملې وروسته فلسطيني کارکوونکي کورونو ته استول شوي ول.

اسراييلي حکومت د فبرورۍ پر څلورمه ويلي چې د اکتوبر له اوومې څخه د درېدلي تعمیراتي کارونو د پیلولو لپاره به له ازبکستان، هند او سريلنکا څخه ۶۵،۰۰۰ بهرني کارکوونکي ورولي.

د حماس ډلې لخوا پر اسراييل تر حملې وروسته فلسطيني کارکوونکي کورونو ته استول شوي ول. تر بريد وړاندې شاوخوا ۷۲،۰۰۰ فلسطينيانو پر تعمیراتي ځایونو کار کاوه خو تر حملې وروسته حکومت دغه کسان له کاره لیرې کړل او د امنیتي اندېښنو پر اساس يې له اسراييل څخه وشړل.

د تعمیراتو يا ساختماني وزارت وياند ويلي، امکان لري چې د بهرنیو کارکوونکيو نوې ډلې په راتلونکو څو اوونیو کې هغه هېواد ته ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې د حماس او اسرایلي پوځ ترمنځ جګړه دوام لري. امریکا او اروپايي ټولنې حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.

XS
SM
MD
LG