پولیسو د خیبرپښتونخوا په سوات کې د هغې ښځې د وژلو په تور ۳ کسان نيولي چې د خپلې خوښې د واده له امله ویشتل شوې وه.
د سوات فتح پور پولیس تاڼې ايس ايچ او روشن علي د فرورۍ پر درېيمه مشال راډيو ته وویل چې دغه کسان د وژل شوې ښځې پلار او دوه ترونه دي. د علي په وينا پر دغو کسانو تور دی چې د دیسمبر پر ۳۰مه یې یې شین سیمې چترال محله کې د خپلې کورنۍ هغه غړې وژلې وه چې په خپله خوښه یې واده کړی وو.
پولیسو همدراز ویلي چې په يوه بله پېښه کې د فرورۍ پر درېيمه د فتح پور تاڼې سره نیږدې په جوختي میادم کې هم یوه ښځه له خپله مېړه څخه د بېلېدو د غوښتنې له امله وژل شوې ده. د بولیسو په وينا د جينۍ پلار له پولیسو سره مقدمه درج کړې او تورن تن تښتېدلی دی.
په سوات کې د ښځو حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې دې اوېکنینګ مشرعرفان حسېن بابک د فرورۍ پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې په دغه سیمه کې د غيرت په نوم د ښځو وژل زیات شوي دي. د هغه په وينا په تېره یوه میاشت کې په سوات کې ۸ ښځې وژل شوي دي.