د پاکستان لوبډله په جنوبي افریقا کې روان د کرکټ تر ۱۹ کالو د کم عمرو په نړیوال کپ کې نیمې پای لوبې ته وتلې ده.
پاکستان د فرورۍ پر درېيمه تر دلچسپې لوبۍ وروسته بنګله دېش ته په پنځو منډو ماته ورکړه او نیمې پای لوبې ته ووت. پاکستان لومړی بېټنګ وکړ او په ۴۱ اوورونو کې یې ۱۵۵ منډو وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شو.
په ځواب کې د بنګله دېش د لوبډلې ټول لوبغاړي په ۳۶ اورونو کې د ۱۵۰ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول.
اوس به د فرورۍ پر شپږمه په لومړۍ نیمه پای لوبه کې هند له جنوبي افریقا سره لوبه کوي او د فرورۍ پر اتمه به په دویمه نیمه پای لوبه کې پاکستان له اسټرالیا سره سیالي کوي.
د کرکټ تر ۱۹ کالو د کم عمرو نړیوال کپ پای لوبه یا فاینل به د فبرورۍ پر ۱۱مه ترسره کېږي. د دې اتلولۍ لوبې د جنورۍ پر۱۹مه پیل شوې وې.