د لاسرسي ځای

تازه خبر

حماس ویلي له اسراییلو سره د جوړجاړي په وړاندیز غور کوي

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د امريکې او اروپايي اتحادیې لخوا ترهګرې ګرځول شوې وسله والې ډلې حماس ويلي چې د اسرايلو سره د اوربند او د يرغملو اسرايليانو د خوشې کولو لپاره د جوړجاړي په وړانديز غور کوي.

د جنورۍ پر ۳۱مه د حماس يو مشر چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د منځګړيو لخوا د جوړجاړي دا وړاندیز به په درېوو مرحلو کې عملي کېږي. هغه له تشريح ورکولو پرته ويلي چې پر دې وړانديز بحثونه روان دي.

په همدې حال کې اسراييلو پر غزې سختې حملې جاري ساتلي دي.

حماس د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو د بې ساري برید په کولو سره نيږدې ۱۲۰۰ کسان ووژل چې اکثره يې ولسي وګړي وو. دې ډلې نيږدې ۲۵۰ اسراييليان یرغمل ويوړل چې ځيني يې د يو جوړجاړي په ترڅ کې خوشې شوي دي.

د دې په ځواب کې اسراييلو پر غزې حملې پيل کړې چې د حماس تر ادارې لاندې روغتيا وزارت وايي تر اوسه پکې له ۲۷۰۰۰ ډير کسان وژل شوي چې اکثره یې ماشومان او ښځې دي.

XS
SM
MD
LG