د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني مشرتابه سره لیده کاته کړي‌

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران د جنورۍ پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال.
د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران د جنورۍ پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د جنورۍ پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د ملاقات پر مهال د اسلام اباد او تهران ترمنځ د اړیکو په ښه کولو ټینګار کړی دی.

ډان ورځپاڼه لیکي، انوارالحق کاکړ ایراني خارجه وزیر ته ویلي، "دواړه هیوادونه باید ورپېښې ستونزې د ملګرو ملتونو د منشور (چارټر) په رڼا کې حل کړي."

انوارالحق کاکړ د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ته د اسلام اباد د سفر بلنه هم ورکړېده.

بل پلو ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره هم کتلي دي.

ورځپاڼه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې (ای ایس پي ار) په حواله لیکي، دواړو مشرانو د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان چې پرون اسلام اباد ته رسیدلی وو، لومړی یې د خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جیلاني سره کتلي وو.

پاکستان ته د ایران د کوم لوړ پوړي چارواکي دا سفر له هغې وروسته شوی چې د دواړو خواوو اړیکې د جنورۍ له نیمايي راهیسې د یو بل په خاوره د دواړو لوریو له بریدونو وروسته ترینګلې شوې وې.

XS
SM
MD
LG