د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټېسټ کرکټ: وېسټ انډیز اسټرالیا او انګلینډ هند ته ماتې ورکړه


د وېسټ انډیز لوبغاړي د جنورۍ پر ۲۸مه د اسټرالیايي بیټر په سوځولو خوشالي کوي.
د وېسټ انډیز لوبغاړي د جنورۍ پر ۲۸مه د اسټرالیايي بیټر په سوځولو خوشالي کوي.

د وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې په ټېسټ سیالۍ کې کوربه اسټرالیا او انګلستان (انګلینډ) کوربه هند ته ماتې ورکړې دي.

وېسټ انډیز ۲۷ کاله وروسته اسټرالیا ته په هغه هېواد کې په پینځه ورځنۍ سیالۍ کې ماتې ورکړه.

کوربه اسټرالیا د جنورۍ پر ۲۸مه په برېسبېن کې د سیالۍ پر درېیمه ورځ د وېسټ انډیز د ۲۱۶ منډو هدف پوره نه کړای شو او لوبه یې په اتو منډو وبایلله.

وېسټ انډیز په لومړۍ پاڼۍ (اننګز) کې ۳۱۱ او په دویمه کې ۱۹۹ منډې کړې وې.

اسټرالیا یې په ځواب کې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۹ او په دویمه کې یې ۱۹۳ منډې وکړې.

د دوو ټېسټ سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ هغه یې اسټرالیا ګټلې وه.

انګلستاني لوبغاړي د جنورۍ پر ۲۸مه خپله بریا لمانځي.
انګلستاني لوبغاړي د جنورۍ پر ۲۸مه خپله بریا لمانځي.

بلخوا انګلینډ د هند په حیدراباد کې کوربه لوبډلې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړې ده.

د جنورۍ پر ۲۸مه هندۍ لوبډلې د سیالۍ پر څلورمه ورځ د انګلینډ د ۲۳۱ منډو هدف پوره نه کړای شو او ټول لوبغاړي یې په ۲۰۲ منډو وسوځېدل.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۳۶ منډې کړې وې خو انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۶ او په دویمه کې ۴۲۰ منډې کړې وې.

د انګلینډ اولي پوپ په دویمه پاڼۍ کې په ۱۹۶ منډو کولو د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

دا د دواړو هېوادونو ترمینځ د پینځو ټېسټ سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه وه.

XS
SM
MD
LG