د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي، په افغانستان کې ډېری ماشومان سهار په نهره ښوونځو ته ځي.
سامان د جنورۍ پر ۲۴مه پر د تعلیم د نړیوالې ورخې په مناسبت په بیان کې ویلي دی چې "نړۍ ته یادونه کوو چې د ښوونځي خواړه د زده کړې لپاره اړین دي."
په بیان کې راغلي دي چې د ماشومانو د ټولې ورځ خواړه ممکن یوازې هغه بېسکېټ وي چې د خوړو نړیوال پروګرام یې په ښوونځیو کې ماشومانو ته ورکوي.
سازمان وایي، چې په افغانستان کې "هر سهار شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ نجونو او هلکانو ته" په ښوونځیو کې "غذاییت لرونکي بېسکېټ" ورکوي.
د خوړو نړیوال پروګرام د جنورۍ پر۲۲مه هم پر خپله اېکس پاڼه یو ویډیويي بیان خپور کړی او پکې یې ټینګار کړی دی چې ښوونځیو ته د خوړو د رسولو لپاره پانګونه د ماشومانو په راتلونکې کې پانګونه ده.
د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي چې افغانستان کې مېلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او له هغې ډلې یې ۱۲ مېلیونه له لوږې سره مخامخ دي، چې لویه برخه یې ماشومان دي.
ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې، هلته اقتصادي وضعیت خراب شو او بې کاري زیاته شوه چې له کبله یې د بې وزلۍ کچ هم لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) په وروستیو کې اټکل وکړ چې په ۲۰۲۴ز کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۵،۸ مېلیونه خلک له غذايي نامصوونیت سره مخامخ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې کافي او غذاییت لرونکو خوړو ته لاسرسی نه لرل غذايي نامصوونیت بلل کېږي. د هغې ادارې په وینا، کافي او غذاییت لرونکي خواړه د انسانانو د بدني او ذهني ودې او فعاله او صحتمند ژوند لپاره اړین وي.