رسنۍ وايي، اسرایيلو د سوریې (شام) په پلازمېنه دمشق کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک تر استعمال لاندې وداني ویشتلې چې پکې څلور ایرانيان وژل شوي دي.
د ایران استخباراتو ته نېږدې ګڼل کېدونکي نور نيوز ټېلېويژن ويلي دي چې د جنورۍ ۲۰مې د برید په وژل شویو کې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک د قدس ملېشې د استخباراتو مرستيال جنرال صادق امېدزاده او د هغه معاون حاجي غلام هم شامل دي.
بلخوا سکای نيوز عربي ټېلېویژن راپور ورکړی چې په وژل شويو کې د فلسطين د اسلامي جهاد ډلې يو مشر اکرم العجوري هم شامل دی.
د ايران ولسمشر ابراهيم رییسي د برید پړه پر اسرایيلو اچولې او د غچ اخیستو یې ویلي دي.