د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه وایي د شام او عراق په شمال کې یې د وسلوالو پر اهدافو بمباري کړې ده


د ترکیې دفاع وزارت وایي په هوايي بريدونو کې یې ۲۵ اهداف ويجاړکړي دي ـ پخوانی انځور.
د ترکیې دفاع وزارت وایي په هوايي بريدونو کې یې ۲۵ اهداف ويجاړکړي دي ـ پخوانی انځور.

ترکیه وایي د شام او عراق په شمال کې يې په هوايي بریدونه کې د کرد وسلوالو ۲۵ اهداف ویشتلي دي.

د ترکیې دفاع وزارت د جنورۍ پر ۱۳مه په یو بیان کې وویل چې دا عمليات د شام او د عراق په شمالي سيمو متينه، حکورک او قندیل کې شوي دي.

د وزارت په خبره، په عملياتو کې ډېری وسلوال "بې اثره" شوي دي چې په عمومي توګه دا اصلاح د وژل کېدو په معنا کارول کېږي.

په بیان کې په غرونو کې د وسلوالو د پټنځایونو او وسلو زېرمو د تباه کولو دعوه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۲مه د کرد کارګرانو ګوند له وسلوالو سره په نښته کې د ترکیې نهه پوځیان ووژل شول.

هغې وسلوالې ډلې د ترکيې د تازه بریدونو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

هغه وسلواله ډله چې ترکیې او یوشمېر غربي هېوادونو ترهګره اعلان کړې، په شام، عراق او ترکیې کې جنګېږي. هغوی غواړي چې له هغو هېوادونو څخه د کردانو سیمې جلا او خپل هېواد جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG