د افغانستان د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې په يو بريد کې څلور ماشومانې وژل شوې دي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست وياند فرهاد احمد ستانکزي د جنورۍ پر اتمه رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې وسلوالو د جنورۍ پر اوومه شپې مهال په حصارک کې د طالبانو د حکومت د پوهنې امر مولوي غلام جيلاني حنفي کور ته بمونه وغورځول.
د ستانکزي په خبره، په حمله کې د حنفي څلور لوڼه ووژل شوې او هغه، مېرمن یې او یو زوی یې ژوبل شول.
د حنفي پر کور د بمي برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.