د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي انتخاباتي کمېشن کې هېڅ بحران نه شته


په اسلام اباد د انتخاباتو کمېشن دفتر مخې ته یو سرتېری پهره کوي ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد د انتخاباتو کمېشن دفتر مخې ته یو سرتېری پهره کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهالی وزیر د انتخاباتو په کمېشن کې د بحران ټولې ګنګوسې بې ځایه بللې دي.

مرتضا سولنګي د جنورۍ پر اوومه پر اېکس پاڼه لیکلي دي چې انتخاباتي کمېشن په پوره توګه فعال دی او خلک دې په ګنګوسو پسې نه ځي.

دا تر هغې وروسته ده چې د انتخاباتو کمېشن سېکرټر عمر حمید خان د ناروغۍ له کبله له کاره رخصت واخیست او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه بحثونه لا تاوده شوي دي.

خو مرتضا سولنګي د انتخاباتو کمېشن د جنورۍ اوومې خبرپاڼه هم شریکه کړې ده چې پکې راغلي چې عمر حمید خان مریض دی او چې روغ شي نو بیا به کار پیل کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې اوسمهال د هغه پر ځای د نوموړي دوه ځانګړي سېکرټریان کار کوي.

په پاکستان کې د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه بحثونه هغه مهال تاوده شول چې سېنېټ د جنورۍ پر پینځمه قرارداد منظور کړ چې د ملک په ځینو برخو کې د سختې یخنۍ او ناامنیو له کبله دې انتخابات وځنډول شي.

خو نګران حکومت او وايي چې په ملک کې به له اعلان سره سم د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG