د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې ورباندې د ۲۸ بې پیلوټه الوتکو او درې کروز توغندیو برید کړی دی.
د اوکراین هوایي ځواک پر ټېلېګرام په یو بیان کې ادعا کړې ده چې د جنورۍ شپږمې پر شپه د هغو بریدونو له کبله په مرکزي ښار دنيپرو کې ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.
پوځ وایي، د روسیې له ۲۸ څخه یې ۲۱ بې پیلوټه الوتکې په هوا کې ویشتلې دي.
په بیان کې راغلي دي چې الوتکو په خاصه توګه د هېواد جنوبي او ختیځې برخې په نښه کړې وې.
روسیې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
روسیې په تېرو دوو اوونیو کې د نېږدې۳۰۰ توغنديو او تر ۲۰۰ زیاتو بې پیلوټه الوتکو په وسیله اوکراین په نښه کړی دی.