د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي، په افغانستان کې هره ورځ مېلیونونه بې وزله کسان دې ته اړ دي چې د ځان مړولو یا د کور تاوده ساتلو ترمینځ یو انتخاب کړي.
د هغه سازمان د افغانستان څانګې د جنورۍ پر څلورمه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، په بیان کې د یوې کورنۍ ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې هغه په ژمي کې د لرګیو اخیستو وس نه لري.
سازمان ویلي دي چې د افغانستان څه باندې ۳۳ سلنه نفوس له غذايي مصوونیته بې برخې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو نورو ادارو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په ژمي کې دې د مېلیونونو افغانانو د مرستې لپاره ورته پیسې ورکړي.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې شاوخوا ۲۹ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.