د پاکستان د خزانې او بهرنیو چارو پخوانی وزیر سرتاج عزیز د جنورۍ پر دويمه د ۹۵ کلونو په عمر په اسلام اباد کې مړ شوی دی.
د مسلم لیګ (ن) يو مشر غړي احسن اقبال پر خپله اېکس پاڼه د عزیز د مړینې تصدیق کړی او ليکلي يې دي چې له هغه سره له نېږدې د کار کولو "ویاړ" درلود او هېڅکله به د هغه "مینه او لارښوونه" هېره نه کړي.
سرتاج عزیز د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مخکښ او مشر سیاستوال وو. نوموړی له اوږدې مودې راهیسې ناروغه وو.
د پاکستان ولسمشرعارف علوي، نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ او نورو مشرانو د سرتاج عزیز پر مړینه خپګان ښوولی دی.
سرتاج عزیز د پاکستان د ملي امنيت سلاکار هم پاتې شوی دی.
نوموړی د هغې پينځه کسيزې کمېټۍ مشر هم وو چې پخواني وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ز کال کې په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره جوړه کړې وه. هغې کمېټۍ په خپل تفصيلي راپور کې د قبايلي سيمو په تدريجي توګه په خیبر پښتونخوا کې د ګډولو او د اېف سي ار قانون پرځای د رواج اېکټ نافذولو ترڅنګ يوشمېر نور انتظامي او اييني اصلاحاتو وړاندیزونه کړي ول چې د ۲۰۱۷ز کال په مارچ مياشت کې د نواز شريف په مشرۍ وفاقي کابينې یې منظوري ورکړې وه.