د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان اڅکزی: په ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو ډير پوځي عمليات په بلوچستان کې شوي

جان محمد اڅکزی د وينا په حال کې - انځور له ارشیفه
جان محمد اڅکزی د وينا په حال کې - انځور له ارشیفه

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر وايي په ۲۰۲۳ کال کې په دغه صوبه کې د وسله والو په بریدونو کې له ۲۶۰ زیات امنیتي سرتېري او له زرو زیات ولسي کسان وژل شوي دي.

جان محمد اڅکزي ادعا وکړه چې په ټول پاکستان کې د عملیاتو پر مهال ۵۶۶ وسله وال وژل شوي او له پنځو زرو زیات ژوندي نیول شوي دي.

اڅکزي دا نه دي‌ويلي‌ چې هغه ولې د ټول پاکستان شمېرې وړاندې کوي خو ادعا یې وکړه چې په ټول ملک کې امنیتي ځواکونو په ۲۰۲۳ کال کې له ۱۸ زرو زیات عملیات ترسره کړې دي چې تر ټولو زیات یې په بلوچستان کې وو.

په ۲۰۲۳م کال کې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې د بدامنۍ زیاتې پېښې شوې وې. د تحریک طالبان پاکستان ترڅنګ ځینو نورو وسله والو ډلو هم د یو شمېر بریدونو مسولیت منلی وو. په دغو کې له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې هم شاملې دي.

XS
SM
MD
LG