د جاپان په مرکزي برخه کې د نوي کال په لومړۍ ورځ يوې زوررې زلزلې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژلي او ۱۶ نور ژوبل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پولیسو او ځایي چارواکو نن سهار له نړیدلو ودانیو څخه د جسدونو د را ایستلو خبر ورکړ.
د جنورۍ پر لومړۍ نېټه ماسپښين مهال، د رېښتر پر کچ اوه اعشاریه شپږ درجې زلزلې ودانۍ ویجاړې کړې، لسګونه زره کورونو ته یې د برېښنا، اوبو او مبایل رسد ټکنی کړ او د ځینو ساحلي سیمو اوسېدونکي یې دې ته اړ کړل چې لوړو سيمو ته کډه شي.
له پرونه راهیسې د زلزلې نورې وړې جټکې هم راغلې دي.
زلزلې د جاپان په اوږده لویدیز سمندر او همدارنګه په ګاونډي جنوبي کوریا کې شاوخوا يو ميټر لوړې څپې هم رامینځته کړې. په جاپان کې په ۲۰۱۱ز کال کې تر سختې زلزلې وروسته څونامۍ لسګونه زره کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.