اصف علي ريحان وايي ژر نوې سندرې خپروي
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی هارمونيم غږوونکی او سندرغاړی اصف علي ريحان دی. نوموړی د پېښور د يوې هنري کورنۍ دی او وايي چې موسيقي يې له يوشمېر استادانو زده کړې ده. د ريحان په خبره، د هنر پيل يې له سندرغاړو سره له هارمونيم غږونې کړی وو، خو په ۲۰۱۰ ز کې يې د ځينو ملګرو په غوښتنه خپله سندرې ويل پيل کړل. دی وايي، دا مهال د يوه نوي البم پر جوړولو بوخت دی او زياتوي چې ژر به يې خپور کړي. د اصف علي ريحان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
جولای ۲۵, ۲۰۲۴
عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل دي
-
جولای ۱۱, ۲۰۲۴
"د ګيله من د شعر ماخذ د ولس درد وو"
-
جون ۰۶, ۲۰۲۴
اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دی