د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان عامو انتخاباتو لپاره ۲۸،۶۲۶ کسانو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي


يو بهرنی خبریال د پاکستان انتخاباتو کمېشن مخې ته عکاسي کوي - انځور له ارشیفه
يو بهرنی خبریال د پاکستان انتخاباتو کمېشن مخې ته عکاسي کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ويلي چې د اتمې فبرورۍ د عامو انتخاباتو لپاره د قامي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبايي اسمبليانو پر ۱،۰۸۵ چوکيو ۲۸،۶۲۶ کسانو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

کمېشن د ډېسېمبر پر ۲۵مه پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ پر ۲۶۶ عامو چوکيو ۷،۲۴۲ نارينوو او ۴۷۱ ښځو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د ښځو پر ۶۰ ځانګړو چوکيو ۴۵۹ ښځو او د مذهبي اقليتونو پر ۱۰ ځانګړو چوکيو ۱۴۰ نارينوو او ۱۰ ښځو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

کمېشن زياتوي، د پاکستان د څلورو واړو صوبايي اسمبليانو پر ۵۹۳ عامو چوکيو ۱۷،۷۴۴ نارينوو او ۸۰۲ ښځو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

دا ډول سلګونه نورو د ښځو او مذهبي اقليتونو لپاره پر ځانګړو شويو چوکيو خپل کاغذونه جمع کړي دي. انتخاباتي کمېشن ويلي چې د نوماندانو د کاغذونو څېړنه يې له پرونه پيل کړې چې د روانې ډېسېمبر میاشتې تر ۳۰ مې به دوام وکړي.

د کمېشن په وينا، د راتلونکې جنورۍ مياشتې پر ۱۱مه به د نوماندانو د نومونو حتمي نوملړ او د جنورۍ پر ۱۳مه به هغوی ته ورکړل شوې انتخاباتي نښې اعلانوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG