استاد امانت وايي په ۶ ژبو سندره ويلی شي او ۲۱ سازونه غږوي
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه په پېښور کې د موسيقۍ يو استاد امانت شفقت عليخان دی. دی د موسيقۍ په "ګواليار" کورنۍ پورې تړاو لري او وايي چې وروڼه او د کورنۍ ټول ځوانان يې موسيقي کوي. د ده په خبره، د پښتو او اردو پشمول په شپږو ژبو کې سندره ويلی شي او ۲۱ سازونه غږوي. استاد امانت وايي چې د شاګردانو شمېر يې شاوخوا ۳۰۰ دی، چې له ده سندره ويل او د بېلابېلو سازونو غږول زده کوي. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه بشپړه خپرونه واورئ چې پکې نغمې هم لرو.
برخې
-
جولای ۲۵, ۲۰۲۴
عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل دي
-
جولای ۱۱, ۲۰۲۴
"د ګيله من د شعر ماخذ د ولس درد وو"
-
جون ۰۶, ۲۰۲۴
اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دی