د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرايل وايي په غزې کې یې ۱۰۱ پوځيان وژل شوي


اسرايلي پوځيان د عملیاتو په وخت په غزه کې ګزمه کوي - انځور د نومبر د میاشتې دی.
اسرايلي پوځيان د عملیاتو په وخت په غزه کې ګزمه کوي - انځور د نومبر د میاشتې دی.

د اسرایل پوځ وايي په غزه پټۍ کې یې د وروستیوعملیاتو له پیل راهیسې له ۱۰۱ زیات پوځیان وژل شوي دي.

دا شمېرې د دیسمبر پر يوولسمه، ايف پي خبري اژانس د اسرایلي پوځ په حواله ورکړې دي.

بلخوا اسرایلي ټېنکونه د حماس پر ضد جګړه کې نن (د دیمسبر پر یوولسمه) د غزې د جنوبي برخې په مرکزي ښار، خان یونس کې دننه او له دې ښار چاپیره د پر مختګ په حال کې دي. امریکا او اروپايي ټولنې حماس وسله واله ډله، ترهګره ګرځولې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو چارواکو د بشري ناورین د مخنیوي لپاره په اوربند ټینګار کړی دی.

اسراییل په داسې حال کې د جګړې ډير پام خان یونس ته ګرځولی چې څه د پاسه له دوو میاشتو راهیسې روانه دې جګړه کې یې د غزې شمالي سیمې زیاتره ودانۍ ویجاړې کړې دي. دغه مهال خوا او شا ۲۳ لکه فلسطینیان له خپلو کورنو وتلي دي.

دا جګړه له هغې وروسته پیل شوې چې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو په اسراییل برید وکړ. په دې حمله کې یې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. په دغو کې ځيني یرغمل شوي د دواړوو خواوو د ۷ ورځني اوربند په ترڅ کې د اسرايلو سره د فلسطيني بنديانو د تبادلې په ترڅ کې خوشې شوې دي.

له هغې راهیسې اسراییلي ځواکونو د غزې پر ضد هوايي او زمکني عملیات پیل کړي دي چې پکې د حماس تر واک لاندې د روغتیا څانګې د شمېرو تر مخه د دسمبر تر ۱۰مې خوا او شا ۱۷۷۰۰ کسان وژل شوي. د دوی په وینا په وژل شویو کې۷۰ فیصده ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG