سني خان ترک وايي د هنر هدف يې په ښکلې موسيقۍ کې ښه شعر ويل دي
دا اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې د اوګۍ کلي دی خو يوه موده وشوه چې له خپلې کورنۍ سره په کاناډا کې اوسي. ترک وايي، شاوخوا ۲۰ سندرې يې خپرې کړي چې زياتره ولسي دي. دی زياتوي اوسمهال کوښښ کوي چې غزل ويل زده کړي او د پښتو د نومياليو شاعرانو شعرونه ووايي. د سني خان ترک خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
جولای ۲۵, ۲۰۲۴
عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل دي
-
جولای ۱۱, ۲۰۲۴
"د ګيله من د شعر ماخذ د ولس درد وو"
-
جون ۰۶, ۲۰۲۴
اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دی