د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: تر جګړې وروسته فلسطیني اداره باید پر غزې او لویدیځه څنډه واکمنه وي


بایډن په خپله لیکنه کې ویلي دي چې له غزې څخه باید فلسطینیان په زور و نه ایستل شي - د نومبر ۱۵مې انځور.
بایډن په خپله لیکنه کې ویلي دي چې له غزې څخه باید فلسطینیان په زور و نه ایستل شي - د نومبر ۱۵مې انځور.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د اسراییل او حماس ډلې تر جګړې وروسته بالاخره باید د غزې پر تړانګه او لویدیځه څنډه واکمني د فلسطيني ادارې وي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي چې وسلوالو یې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید کړی وو. د هغې په غبرګون کې اسراییلو پر غزې تړانګې بمباري پیل کړه او وایي چې د حماس وسلوال او مرکزونه یې په نښه کوي. له هغه وخت راهیسې د اسراییلو او حماس ترمینځ جګړه روانه ده.

بایډن په خپله لیکنه کې، چې د نومبر پر ۱۸مه د امریکا په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپره شوې، کښلي، "لکه څنګه چې موږ د سولې هڅې کوو، غزه او لویدیځه څنډه باید په پای کې د حکومتدارۍ په يوه جوړښت کې د بیا ژوندۍ شوې فلسطیني ادارې تر واک لاندې سره یو ځای شي."

بایډن ویلي چې دوی ټول د دې لپاره کار کوي چې د دوو دولتونو (ریاستونو) په جوړولو دا لانجه او مسله هواره شي.

هغه زیاته کړې چې له غزې څخه باید فلسطینیان په زور و نه ایستل شي، هغه سیمه بیا قبضه (اشغال)، محاصره او و نه تړل شي او د ځمکې ساحه يې باید کمه نه شي.

دا په داسې وخت کې ده چې هلته د اسراییلو او حماس ترمینځ جګړه د اکتوبر له اوومې راهیسې روانه ده. په جګړه کې زرګونه خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG