د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د اذربایجان او ارمنیا ترمینځ د سولې د خبرو ملاتړ کړی دی


د اذربایجان او ارمنیا نقشه.
د اذربایجان او ارمنیا نقشه.

واشنګټن له هغه وروسته د اذربایجان او ارمنیا ترمینځ د سولې خبرو ملاتړ کړی چې باکو د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د وروستیو څرګندونو په ردعمل کې د امریکا په کوربه توب له یوې راتلونکې غونډې څخه ووتو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د نومبر پر ۱۶مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې واشنګټن "د اذربایجان او ارمنیا ترمینځ د ستونزو د حل لپاره د سولې د خبرو ملاتړ ته دوام ورکوي."

تر دې مخکې اذربایجان د نومبر پر ۱۶مه وویل چې له ارمنیا سره د مذاکراتو په اړه په هغو خبرو کې برخه نه اخلي چې روانه میاشت په امریکا کې پلان شوې دي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل "موږ دا ممکن نه ګڼو چې د اذربایجان او ارمنیا د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه کېدونکې غونډه د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۲۰ مه په واشنګټن کې وشي."

د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا پرېکړه یې د اذربایجان عملیاتو ته په اشاره د اروپا او اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جیمز اوبراین د "یو طرفه او تعصبي" څرګندونو په ځواب کې کړې ده.

اوبراین د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټۍ د نومبر ۱۵ مې په غونډه کې ویلي ول چې "د سپتمبر ۱۹ مې تر پېښو وروسته له اذربایجان سره هیڅ څه عادي نه شي کېدای تر څو چې موږ د سولې په لاره کې پرمختګ و نه وینو."

د روان کال په سپټمبر میاشت کې د اذربایجان د عملیاتو په پایله کې باکو د ناګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې کنټرول ترلاسه کړ. د کارروايي په پای کې د درو لسیزو راهیسې پر ناګورنو قره باغ د ارمنیا واکمني ختمه شوه. دا سیمه په نړیواله کچه د اذربایجان برخه منل کېږي.

د نومبر په ۱۶مه د ارمنیا وزیراعظم نیکول پاشینیان وویل چې په راتلونکو میاشتو کې له اذربایجان سره د سولې تړون د لاسلیکولو په اړه د یریوان سیاسي ژمنتیا بې بنسټه پاتې کېږي.

د پاشینیان او اذربایجان ولسمشر الهام عليیېف د اروپايي اتحادیې په مینځګړیتوب د خبرو اترو څو پړاوونه کړي دي. باکو په سېپتمبر میاشت کې د اروپایي اتحادیې لخوا پلان شويو دوه غونډو څخه وتلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG