عنايت الله وايي په امریکا کې د موسيقۍ زده کړې کول غواړي
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د سوات يو ځوان سندرغاړی عنايت الله دی. نوموړي له خپل تعليم سره سره موسيقۍ ته هم وخت ورکړی او يوشمېر سندرې يې ويلې دي. عنايت الله وايي هڅه کوي چې د پښتو غزل او نظم د ويلو نوي اندازونه معرفي کړي. دی زياتوي، په امريکا کې د موسيقۍ سکالرشېپونو (بورسونو) ته يې درخواستونه جمع کړي او هيله من دی چې په هغه هېواد کې د زده کړو موقع ورته برابره شي. د عنايت الله دا او نورې خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
فبروري 27, 2025سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
-
فبروري 06, 2025ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري 30, 2025خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی