د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او امریکا د خپلې ملګرتیا پیاوړي کولو باندې ټینګار کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نومبر پر ۱۰مه په نوي ډیلي کې خبریالانو ته د وینا په مهال.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نومبر پر ۱۰مه په نوي ډیلي کې خبریالانو ته د وینا په مهال.

هند او امریکا د بیړنیو نړیوالو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د ملګرتیا د لا پیاوړتیا په ضرورت ټینګار کړی دی.

د نومبر پر ۱۰مه په نوي ډیلي کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنتني بلېنکن او د دفاع وزیر لویډ اسټین او د دوی هندي سیالانو د بهرنیو چارو وزیر سبرامینیم جی شنکر او د دفاع وزیر راج نات سینګـ تر مینځ د "۲+۲ډیالوګ" په نامه کلنۍ خبرې اترې وشوی چې مرام یې دفاعي همکارۍ ته وده ورکول او په سیمه کې د پالیسیو همغږي کول دي.

د هند دفاع وزیر د غونډې د پرانیستې په وینا کې وویل چې دفاع د دوه اړخیزو اړیکو له مهمو ستنو څخه ده. په دغه مهال د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین وویل چې دا د پخوا په پرتله خورا مهمه ده چې د نړۍ دوه لوی جمهوریتونه د نظرونو تبادله وکړي او ګډ اهداف ومومي او د بیړنیو نړیوالو چیلنجونو پر مخ د خپلو ولسونو خدمت وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور تر مخه دواړه هېوادونه به د چین په اړه د ګډو اندیښنو په اړه هم خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې تمه کېږي د امریکا ولسمشر جو بایډن راروانه اونۍ په سان فرانسسکو کې د اسیا پیسیپیک اقتصادي همکارۍ د سرمشریزې په څنډه کې د خپل چینايي سیال شي جینپینګ سره وګوري.

هند او امریکا د سړې جګړې مخالف اړخونه ول خو اوس یې د امریکا لخوا د هند جنګي الوتکو لپاره د ماشینونو جوړولو او بې پیلوټه الوتکو د رسولو په ګډون په یو شمېر مهمو دفاعي لوظنامو کار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG