تنوير عباس وير وايي موسيقي يې له انټرنېټه زده کړې
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ يو ځوان سندرغاړی او رباب غږوونکی تنوير عباس وير دی. ده په اسلام اباد کې د خپل سبق او روزګار ترڅنګ موسيقۍ ته هم وخت ورکړی دی. وير وايي، موسيقي يې تر ډېره د نومياليو رباب غږوونکو او سندرغاړو له يوټيوب چینلونو ياده کړې. دی البته زياتوي چې اوسمهال د يوه استاد په لټه کې دی چې په باقاعده توګه موسيقي ترې زده کړي. د تنوير عباس وير دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
نومبر ۱۶, ۲۰۲۳
عنايت الله وايي په امریکا کې د موسيقۍ زده کړې کول غواړي
-
نومبر ۰۲, ۲۰۲۳
فضل اکبر راهي وايي د غني خان شیدايي دی
-
اکتوبر ۲۶, ۲۰۲۳
ګلنواز ولي وايي پښتو کمپوزونه يې په هند کې ثبت شوي دي
-
اکتوبر ۱۹, ۲۰۲۳
اسفنديار مومند وايي اوسمهال ارامه سندرې جوړوي
-
سپټمبر ۲۸, ۲۰۲۳
ځوان سندرغاړی شهاب شاهین وايي سوات کې د موسیقۍ سټوډیو پرانیزي