د لاسرسي ځای

تازه خبر

جده کې د اسلامي همکاریو سازمان په نوښت د ښځو په اړه نړيوال کنفرانس کېږي


په اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونه بیرغونه لګېدلي دي ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونه بیرغونه لګېدلي دي ـ پخوانی انځور.

د اسلامي همکاریو سازمان او سعودي عرب "په اسلام کې د ښځو حیثېت او ځواکمنتیا" تر سرلیک لاندې د نړيوال کنفرانس کوربتوب کوي.

سازمان د نومبر پر څلورمه په یو بيان کې وویل چې په جده کې درې ورځنۍ غونډه د نومبر پر شپږمه پیلېږي.

په بیان کې راغلي، په غونډه کې هڅه کوي چې د سازمان د غړو هېوادونو په پرمختګ کې د ښځو ونډه روښانه کړي او د هغو منفي تبلیغاتو مخه ونیسي چې د اسلام دین د ښځو د حقونو پر وړاندې د خنډ په توګه انځوروي.

د سازمان په خبره، د کنفرانس موخه دا ده چې دا وښيې چې د اسلام تعلیمات تل د ښځو لپاره عادلانه او مساوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان ۵۷ داسې غړي هېوادونه لري چې اکثریت ابادي یې د مسلمانانو ده.

هغه سازمان په ۱۹۶۹ز کال کې جوړ شوی او مرکزي دفتر یې د سعودي عرب په جده کې دی. د سازمان هدف د غړو هېوادونو ترمینځ پیوستون او همکارۍ ته وده ورکول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG