د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: په نښته کې دوه امنيتي سرتېري او دوه وسلوال وژل شوي


د پاکستان پوځ په سوات کې. پخوانی انځور
د پاکستان پوځ په سوات کې. پخوانی انځور

د بلوچستان د اواران ضلع په کهورو سیمه کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمينځ نښته کې دوه سرتېري او دوه وسلوال وژل شوي او دوه وسلوال ژوبل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) په يو بیان کې ويلي چې د اکتوبر پر ۲۹مه امنیتي ځواکونو په کهورو سیمه کې د وسلوالو د شتون په اړه د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کول چې پر دې مهال يې له وسلوالو سره نښته وشوه.

په بیان کې د کومې وسلوالې ډلې نوم نه دی اخيستل شوی او نه هم تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په اړه څه ویلي دي. خو په تېرو وختونو کې د بلوچستان په اواران، پنجګور او تربت ضلعو کې د دې ډول زیاترو پېښو ذمه واري د بلوچستان لیبرېشن فرنټ او بلوچستان ليبرېشن ارمي نومې بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو پر غاړه اخيسته وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG