د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنې دوه تنه وژلي او نهه یې نور ټپي کړي دي


عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه د یوه ورزشي کلب مخې ته شوې ده. (انځور: ارشیف)
عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه د یوه ورزشي کلب مخې ته شوې ده. (انځور: ارشیف)

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي په کابل کې چاودنې دوه تنه وژلي او نهه یې نور ټپي کړي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي چې چاودنه د اکتوبر پر ۲۶مه په دشت برچې سیمه کې شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه د یوه ورزشي کلب مخې ته شوې ده.

تراوسه د چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی او مسولیت یې هم کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د کابل دشت برچي سیمه تر ډېره شیعه میشته سیمه ده، په عمومي توګه په شيعګانو د بریدونو مسولیت داعش وسله واله ډله اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG