ګلنواز ولي وايي پښتو کمپوزونه يې په هند کې ثبت شوي دي
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی هنرمند ګلنواز ولي دی. دی د باجې (هارمونيم) استاد دی او سندرې هم وايي. ولي د هنګو د يوې هنري کورنۍ دی. نوموړی وايي موسيقي يې له استادانو زده کړې او دا مهال هڅه کوي چې خپل هنر د سيمې ځوانو شاګردانو ته انتقال کړي. ولي خوښ دی چې په وروستيو کې يې د هند د ځينو سندرغاړو لپاره پښتو شعرونه کمپوز کړي او هغوی ثبت کړي دي. د ده دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
نومبر ۱۶, ۲۰۲۳
عنايت الله وايي په امریکا کې د موسيقۍ زده کړې کول غواړي
-
نومبر ۰۹, ۲۰۲۳
تنوير عباس وير وايي موسيقي يې له انټرنېټه زده کړې
-
نومبر ۰۲, ۲۰۲۳
فضل اکبر راهي وايي د غني خان شیدايي دی
-
اکتوبر ۱۹, ۲۰۲۳
اسفنديار مومند وايي اوسمهال ارامه سندرې جوړوي