د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال کرکټ کپ: اسټرالیا او نېدرلینډز لوبه کوي


سیالي د ډېلي په ارون جېټلي نړیوال لوبغالي کې کېږي ـ پخوانی انځور.
سیالي د ډېلي په ارون جېټلي نړیوال لوبغالي کې کېږي ـ پخوانی انځور.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام سیاليو کې نن (د اکتوبر پر ۲۵مه) اسټراليا او نېدرلينډز (هالينډ) له يو بل سره سيالي کوي.

د ډېلي په ارون جېټلي نړیوال لوبغالي کې دا سيالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيلېږي.

تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۲۴مه جنوبي افريقا بنګلادېش ته په ۱۴۹ منډو ماتې ورکړه.

سبا انګلينډ او سري لنکا يو بل ته مخامخېږي. د اکتوبر پر پينځمه پيل شوې د کرکټ نړيوال جام سيالۍ به د نومبر تر ۱۹مې روانې وي.

په دې سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي. د دې سياليو په لومړي پړاو کې به هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG