د لاسرسي ځای

تازه خبر

نتنیاهو: تر "بریا پورې" په غزه کې جګړه روانه ساتو


د اکتوبر پر ۲۱مه د غزې په ښار کې د اسراییلو د هوايي بریدونو وروسته لوګی پورته کېږي.
د اکتوبر پر ۲۱مه د غزې په ښار کې د اسراییلو د هوايي بریدونو وروسته لوګی پورته کېږي.

د اسراییلو وزيراعظم بنیامین نتنیاهو هوډ ښودلی چې په غزه کې به "تر بریا پورې" جګړه جاري ساتي.

دا په داسي حال کې ده چې حماس د اکتوبر پر ۲۰مه دوه امريکايي يرغمل شوي خوشي کړل.

حماس ډله چې د غزې په تړانګه کې واکمني کوي د جمعې پر ورځ یې ۵۹ کلنه امریکايي جودیت تای رانان او د هغې ۱۷ کلنه لور نتالي خوشي کړلې. حماس هغوی دواړه د اکتوبر پر اوومه د اسرايیلو په سویل کې د سلګونو نورو سره یو ځای برمته کړې وې.

رویټرز خبري اژانس يو عکس خپور کړی چې په کې دوه میرمنې ښودل شوي چې ګېر چاپېره يې درې اسراييلي عسکر ولاړ دي. نتنیاهو د جمعې په شپه ناوخته په یو بيان کې وويل چې د دوی دوه برمته شوي کور ته رسېدلي دي او د نورو د خوشې کولو هڅې روانې دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د حماس او اسراییلو ترمینځ د جګړې له وجې په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۳۸۵ ته رسیدلی او ۱۳۶۵۱ تنه ټپیان شوي دي.

د روغتیا وزارت ویلي، په وژل شویو کې ۱۷۵۶ ماشومان او ۹۷۶ ښځې شاملې دي.

دا په داسې حال کې چې د اسراييلو د بمبارۍ له وجې تر ۱۰ لاکه زیات کسان بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG