د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن له اوکراین او اسراییلو سره د مرستو لپاره له کانګرېسه د ۱۰۵ اربه ډالرو غوښتنه کړې ده


بایډن وویل حماس او پوتین د ګاونډیو جمهوریتونه ړنګول غواړي ـ د اکتوبر ۱۸مې انځور.
بایډن وویل حماس او پوتین د ګاونډیو جمهوریتونه ړنګول غواړي ـ د اکتوبر ۱۸مې انځور.

د امریکا ولسمشر جو بایډن کانګریس ته خواست کړی دی چې له اوکراین او اسراییل سره د مرستې لپاره دې د ۱۰۵ اربه (مېلیارده) ډالرو منظوري ورکړي.

سپینې ماڼۍ د اکتوبر پر ۲۰مه وویل چې په دې کې ۶۱ اربه ډالر د اوکراین او ۱۴ اربه ډالر د اسراییلو لپاره پوځي مرستې هم شاملې دي.

د سپینې ماڼۍ بیان زیاته کړې چې دا مرستې د امریکا د ملي امنیت د ودې او د امریکا د اتحادیانو او ملګرو د ملاتړ لپاره ضروري دي.

دا له هغه وروسته ده چې ولسمشر جوبایډن د اکتوبر پر ۱۹مه د وینا پر مهال په دې تناظر کې وویل چې د ولسمشر پوتین له خوا پر اوکراین یرغل او د حماس له خوا پر اسراییل برید د نړۍ جمهوریت ته ګواښ دی.

بایډن وویل: "حماس او پوتین د مختلفو ګواښونو ښکارندويي کوي خو دواړه یوه شریکه نکته لري" او هغه دا چې "دواړه د خپل یو ګاونډي جمهوریت ړنګول غواړي."

ولسمشر جو بایډن له اوکراین او اسراییل سره مرستې ته په اشاره وویل، دا ځیرګه پانګونه ده چې د ده په وینا تر نسلونو پورې به د امریکا امنیت ته ګټه رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو د اکتوبر پر اوومه د حماس تر برید وروسته پر غزې تړانګې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG