د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات زلزله: په زنده جان کې ۳۰۰ مړي خاورو ته وسپارل شول


په هرات کې د اکتوبر پر نهمه د زلزله وژليو جنارې او د تدفين مراسم تر سره شول.
په هرات کې د اکتوبر پر نهمه د زلزله وژليو جنارې او د تدفين مراسم تر سره شول.

د افغانستان د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د ۳۰۰ زلزله وژليو جنازې وشوې او د تدفين مراسم یې ترسره شول.

په هرات کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي چې د طالبانو د حکومت لخوا د زلزله ځپلو د مرستې رسولو د ګډ کمېشن ویاند هم دی،د اکتوبر پر نهمه، مشال راډيو ته وويل چې په دغو وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل ول. نوموړي زیاته کړه چې دا يوازې د زنده جان ولسوالۍ قربانيان ول.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې د اکتوبر د اوومې په زلزله کې ۲،۵۰۰ کسان وژل شوي او ۹۰۰ زخميان دي. دا زلزله په هرات، بادغیس او فراه ولايتونو کې شوې وه.

د هرات او بادغیس په ځينو ځایونو کې لا هم خلک د خپلو هغو عزیزانو په لټه کې دي چې تر خاورو لاندې شوي دي. خلک سرپناه ته ضرورت لري. نن (د اکتوبر پر ۱۰مه) د دغو زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي وایي چې تېره شپه يې هم له کوره بهر تېره کړې ده.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو او ځينو هېوادونو له زلزله ځپلو سره مرستې روانې ساتلې دي. د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې، يوناما د اکتوبر ۱۰مه په يو بیان کې وويل چې له زلزله ځپلو سره د خوراکي مواد، کمپلو، دوايانو او اوبو مرستې شوې دي، خو ملګرو ملتونو پر نړيوالو غږ کړی چې مالي‌مرسته دې ډېره کړي.

XS
SM
MD
LG