د لاسرسي ځای

تازه خبر

اذربایجان د نګورنو قره باغ بېلتونپاله مشران نیولي دي


د سېپټېمبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې له نګورنو قره باغه ګڼ ارمني توکمه خلک تللي دي - د سېپټېمبر ۲۹مې انځور
د سېپټېمبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې له نګورنو قره باغه ګڼ ارمني توکمه خلک تللي دي - د سېپټېمبر ۲۹مې انځور

راپورونه وايي چې اذربایجانیو چارواکي د نګورنو قره باغ نور بېلتونپاله مشران نیولي دي.

سرچینو د اکتوبر پر درېیمه مشال راډیو ته تایید کړه چې چې په نیول شویو کې د قره باغ سیمې یو پخوانی مشر ارایک هروتیونیان چې په سېپټېمبر کې یې د ولسمشر په توګه خپله دنده پرېښې وه، هم شامل دی.

سرچینې وايي چې هروتیونیان د اذربایجان پلازمېنې باکو ته لېږدول کېږي.

تر دې وړاندې د اذربایجان دولتي امنیتي او استخباراتي ادارې (ډي ټي اېکس) هم د ځینو چارواکو د نیولو خبر ورکړی وو.

بلخوا ارمنیا د انصاف له نړیوال عدالته په یوه مقدمه کې غوښتنه کړې چې اذربایجان په هغه سیمه کې د ارمني توکمه (نسله) وګړو له په نښه کولو وګرځوي.

په مقدمه کې ویل شوې چې یرېوان تمه لري چې باکو د نګورنو قره باغ سیمې د اوسنيو او پخوانيو سیاسي مشرانو او پوځيانو پر ضد له اقداماتو ډډه وکړي.

نګورنو قره باغ يوه کورواکې سیمه ده چې په نړيوال قانون کې د اذربایجان برخه بلل کېږي. البته هغه سیمه له اذربایجانه جلا شوې وه او پکې درې لسيزې د ارمني نسله بېلتونپالو واکمني وه خو د سېپټېمبر پر ۲۰مه اذربايجانيو ځواکونو په بشپړ ډول ونيوله. پر نګورنو قره باغ د اذربایجان تر کنټرول وروسته تر یو لک زیات کسان ارمنیا ته کډه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG