د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه د نګورنو قره باغ حالت څارلو لپاره مامورین استوي


د سېپټمبر پر ۲۹مه هم له سیمې هغو خلکو کډې بارولې چې په نسل د ارمنیا دي.
د سېپټمبر پر ۲۹مه هم له سیمې هغو خلکو کډې بارولې چې په نسل د ارمنیا دي.

ملګري ملتونه وايي، د روانې اوونۍ په پای کې د نګورنو قره باغ حالت څارلو لپاره مامورین سیمې ته استوي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک دا خبره له هغه وروسته خبریالانو ته کړې ده چې اذربایجان د ملګرو ملتونو ادارو ته بلنه ورکړه چې هغې سیمې ته ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټمبر پر ۲۹مه هم له دې سیمې څخه هغو خلکو له مجبورۍ د کډو ویستلو لړۍ جاري ساتلې وه چې په نسل د ارمنیا دي.

سټیفن دوجاریک ویلي چې د دوی د ماموریت کار به په خاصه توګه د بشري مرستو د اړتیا جاج اخیستل وي. د ده په وینا، ملګرو ملتونو په تېرو ۳۰ کالو کې دې سیمې ته لاسرسی نه درلود.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې په یو بیان کې وویل، د ملګرو ملتونو ادارو ته د دې لپاره بلنه ورکړل شوې ده چې هلته د اذربایجان له خوا په تر سره کېدونکو بشري فعالیتونو خبر شي.

نګورنو قره باغ يوه کورواکې سیمه ده چې په نړيوال قانون کې د اذربایجان برخه بلل کېږي. البته هغه سیمه له اذربایجانه جلا شوې وه او پکې درې لسيزې د ارمني نسله بېلتونپالو واکمني وه خو د سېپټېمبر پر ۲۰مه اذربايجانيو ځواکونو په بشپړ ډول ونيوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG