د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لورالایي کې د بجلۍ ادارې پر ضد پرلت روان دی


د بجلۍ د نرخونو د زیاتېدو ضد په وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه شوي دي ـ پخوانی انځور.
د بجلۍ د نرخونو د زیاتېدو ضد په وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه شوي دي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان په لورالايي (بوري) کې د اوبو او برېښنا چارو اداره (واپډا) د کارکوونکو چاپو پر ضد احتجاجي پرلت د سېپټېمبر پر ۲۹مه پر شپږمه ورځ هم روان دی.

د سېپټېمبر پر ۲۸مه هلته دوکاندارانو کاربنديز هم کړی وو. د زیارت (پنجشنبې) پر ورځ پرلت ته د وينا پر مهال يو ځايي مشر مصطفا کمال وويل چې واپډا بجلي نه ورکوي خو بېلونه غواړي.

هغه زیاته کړه چې لومړی دې له غټو خلکو او سرکاري افسرانو سره حساب وشي، بیا دې واپډا له نور ولسه د بجلۍ پيسې وغواړي.

احتجاجي پرلت تر هغې وروسته پيل شوی چې د واپډا په لورالايي کې د بېلونو نه ورکولو پر ضد د ځينو خلکو خلاف اقدام وکړ.

چارواکي وايي د پولیسو په مرسته هغه کسان نیسي چې يا بجلي غلا کوي او يا بېلونه نه ورکوي.

په وروستيو کې د پاکستان په یوشمېر برخو کې د بجلۍ د لوړو بېلونو پرضد پراخ ولسي احتجاجونه وشول. وروسته حکومت اعلان وکړ چې د هغو کسانو خلاف به اقدام کوي چې بجلي غلا کوي يا بېلونه نه ادا کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG