د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا نګران حکومت وايي ۴۵۰ ووبپاڼې او د ټولنيزو رسنيو حسابونه يې تړلي


پاکستان کې نجونه د ټولنیزو شبکو پاڼې ګوري - پخوانی انځور.
پاکستان کې نجونه د ټولنیزو شبکو پاڼې ګوري - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د کرکې خپرولو په تور یې ۴۵۰ پر لیکه یا انلاین پاڼې تړلې دي.

د اطلاعاتو لنډمهالي وزير فېروز جمال شاه کاکاخېل د سېپټېمبر پر ۲۸مه په پېښور کې خبرې غونډې ته وويل چې تر اوسه پورې یې ۴۵۰ ووبپاڼې او د ټولنيزو رسنيو اکاونټونه يا حسابونه تړلي دي.

نوموړي تور پورې کړ چې هغو پاڼو مذهبي توپيرپالنې ته لمن وهله، د خلکو ترمينځ یې نفرتونه خپرول، جعلي خبرونه یې نشرول او د ریاست پر ضد یې خلک پارول. ده واضحه نه کړه چې کومې پاڼې يې تړلې دي البته زیاته يې کړه چې د هغو ډول پاڼو تړل به دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه، د رسنیو لپاره کارکوونکو ۱۶ تنظيمونو په يوه شريکه خبرپاڼه کې پر حکومت غږ وکړ چې د بیان ازادۍ تروړلو مخه دې ونيسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG