د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ښځو والیبال لوبډلې چین کې د تمرین پر شرایطو خفګان ښوولی


په چين کې د اسیايي لوبو په پرانیسته کې د افغانستان استازي
په چين کې د اسیايي لوبو په پرانیسته کې د افغانستان استازي

چين ته په اسیایي لوبو کې د ګډون لپاره تللې، د افغانستان د ښځو والیبال ملي لوبډلې د تمرین پر شرایطو خواشیني څرګنده کړې ده.

رویترز خبري اژانس د سيپتمبر پر ۲۴مه د افغانستان والیبال د پروګرام مشر خوشحال ملکزي له خولې ليکلي چې لوبډله یې د سيپتمبر پر ۲۱مه، د چین هانګژو ته رسیدلی خو تر اوسه یې په میدان کې تمرین يا اېکسرسايز نه دی کړی. هغه زیاتوي چې د لوبغاړو تمرین یوازې تر جیم پورې محدود شوی دی.

د دغو لوبو تنظیموونکو ویلي چې د افغانستان او ځینو نورو هېوادونو د ټیمونو لپاره د تمریناتو امکانات د چمتو کیدو په حال کې دي.

په دغو لوبو کې د افغانستان ۱۰۰ لوبغاړي برخه لري چې د راپورونو له مخې ۱۷ یې ښځې دي چې له افغانستانه بهر دې لوبو ته ورپیژندل شوې دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت دی چې د ښځو پر لوبو یې بندیز لګولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG