د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د تحریک انصاف مخکښ سیاستوال ګل ظفر خان نیولی دی


پولیسو او د درغلۍ ضد ادارې ګل ظفر د سېپتېمبر پر ۲۳مه له کوز دیره نیولی دی.
پولیسو او د درغلۍ ضد ادارې ګل ظفر د سېپتېمبر پر ۲۳مه له کوز دیره نیولی دی.

پولیسو د تحریک انصاف ګوند یو مخکښ سیاستوال او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د باجوړ د خلکو پخوانی استازی ګل ظفر خان نیولی دی.

پولیسو او د درغلۍ ضد ادارې هغه د سېپتېمبر پر ۲۳مه له کوز دیر څخه ګرفتار کړی دی.

د باجوړ د پولیسو یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د سېپټېمبر پر ۲۴مه یې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، پر ګل ظفر خان د درغلیو تورونه ول نو ځکه د هغې ادارې په تحویل کې دی.

د نوموړي پر رسمي اېکس پاڼه هم د هغه د ګرفتارۍ په اړه بیان خپور شوی دی چې پکې راغلي چې هغه له کوره ''تښتول'' شوی دی.

ګل ظفر په ۲۰۱۸ز کال کې له باجوړه د قامي اسمبلۍ استازی منتخب شوی وو چې غړیتوب یې په ۲۰۲۱ز کال کې د تحریک انصاف د اجتماعي استعفاګانو په نتیجه ختم شو.

پولیسو یوازې دومره ویلي دي چې پر ګل ظفر خان د درغلیو تر څنګ په ناقانونه توګه په سرکاري ادارو کې د خلکو ګومارلو تورونه دي.

په پاکستان کې امنيتي ځواکونو د سږ کال د مې له نهمې راهیسې د تحريک انصاف د سياستوالانو ګرفتارۍ پیل کړې دي. پر هغه ورځ د ګوند غړو او پلویانو د خپل مشر عمران خان د نیولو پر ضد مظاهرې وکړې او پارېدلي کسانو پر پوځي او دولتي ودانیو بریدونه وکړل، ودانيو ته یې اور واچاوه او له پولیسو سره یې نښتې وکړې. تحریک انصاف ادعا کوي چې له ۶،۰۰۰ زیات غړي یې نيول شوي چې پر ځينو یې په پوځي عدالتونو کې مقدمې روانې دي.

د ګوند مشر عمران خان هم دا وخت د درغلۍ تر څنګ په یوشمېر مقدمو کې زنداني دي چې هغه یې سیاسي بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG